پکتیا کې د یوې سترې سړې خونې رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۳:۳۸
پکتیا کې د یوې سترې سړې خونې رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي
۸ تله ۱۳۹۹
د پکتیا ولایت د تازه مېوو او سبو د ساتنې په پار د یو زر او ۵۰۰ ټنه په وړتیا سره د یوې سترې او معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې، چې رغنیزې چارې یې څه باندې ۱۵ سلنه بشپړ شوي دي.
دغه سړه خونه چې د پکتیا ولایت د احمد اباد په ولسوالۍ کې جوړیږي، د یو زر او ۵۰۰ ټنه مېوو او سبو د ساتنې وړتیا لري.
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند وایي، دغه سړه خونه چې د کرنې وزارت له خوا ډیزاین او د ملي پراختیا شرکت له خوایي د جوړلو چارې پرمخ وړل کیږي د جوړولو چارې یې د کامپلیکس په بڼه، د پکتیا ولایت د احمداباد په ولسوالۍ کې پیل شوې. ددې سړې خونې د جوړولو ټولیز لګښت ۱۸۰ میلیونه افغانۍ ده. دغه سړه خونه په لمریز برېښنا هم سمبالیږي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند وایي، چې ددې یو زر او ۵۰۰ ټني سړې خونې د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړیږي. د هغه په خبره ددې سړې خونې په جوړولو کې د دوو کلونو لپاره هره ورځ یوشمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابریږي. هغه دغه راز وویل، چې ددې سړې خونې تر جوړېدو ورسته به د ورځې ۳۰ کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه هم برابره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۲۹
Background image

کندهار کې د دوو مهمو چکډېمونو د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د کښته شاولیکوټ ولسوالی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

بازگشت