پکتیا کې د آبرېزې جوړولو چارې پیل شوې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۳:۱۰
پکتیا کې د آبرېزې جوړولو چارې پیل شوې
۳۰ تله ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د اړیکو دفتر په همکارۍ ددې ولایت د دَرې په سیمه کې د آبرېزې د جوړولو چارې پیل کړي دي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند وویل، چې دغه آبرېزه خاورینو حوضونو ته ورته جوړیږي، چې په کې به د چهارمغزو، زردالو او بادامو پنځه زره او ۲۰۰ نیالګي کېښودل شي.
ښاغلی مومند وویل: «دغه آبرېزه د خاورینو حوضونو په ډول جوړیږي او په کې د چهارمغزو، زردالو او بادامو پنځه زره او ۲۰۰ نیالګي اېښودل کیږي، چې له یوې خوا به مو ځنګلي سیمې بیا ورغول شي او له بلې خوا د یادې سیمې خلکو ته د ۱۱ زره او ۵۵۰ کاري ورځې فرصت برابره شي او ترڅنګ یې د ځنګل لرونکو اقتصادي اړتیا د پوره کولو په پار کار وشي.»
د پکتیا د کرنې رییس وویل، چې ددې آبرېزې په سمه کې به ۳۰ کیلو د زیرې تخم، ۵۰۰ کیلو د رشقې تخم، ۱۱ کیلو د اترفلکس تخم، ۲۰۰ کیلو د شاخل تخم او د مېوه لرونکو او بې مېوې ونو ۶۰ کیلو تخم په مستقیم ډول وکرل شي.
ددې ترڅنګ د یادې سیمې په نیم جریبه ځمکه کې د مثمر او غیر مثمرو نیالګیو قوریه جوړیږي او د نیالګیو د خړوبولو لپاره به د خړوبولو منظم سیسټم هم جوړ شي.
ددې پروژې ټولیزه بودیجه اته میلیونه او ۵۲۰ زره او ۱۲۷ افغانۍ ده، چې ۸۲ سلنه یې د ټولنیزې پراختیا او تلپاتې معیشت پروګرام او ۱۸ سلنه نور یې د دَرې ځنګل لرونکي ټولنې له خوا ورکول کیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار وادي شرکت په فارمونو کې د غنمو د لو بهیر پیل شو

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په اړوندو فارمونو کې د غنمو د لو مراسم ترسره شول، چې پکې د یاد شرکت او بېلابېلو څانګو مسؤولینو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۴۲
Background image

د کندهار بولدک کي د ځنګلي بوټو د ناقانونه پریکولو او انتقال مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندي د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتني مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲
Background image

د کرنې وزارت او هالند کمېټې ترمنځ د مالدارۍ نوې پروژې د پلي کېدو پهپار د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست او د افغانستان لپاره د هالند کمېټې (Danish Committee for Aid to Afghan. . .

بازگشت