په کندهار کې ۸۵ مالدارانو ته د ژمنۍ خوراکې جوړولو روزنه ورکړل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۴:۵۲
په کندهار کې ۸۵ مالدارانو ته د ژمنۍ خوراکې جوړولو روزنه ورکړل شوه

۲۹ لړم ۱۴۰۳هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په رهبرۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د پنجوایي ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، ۸۵ مالداران د ژمنۍ خوراکې (یوریا تریتمنت) جوړولو په موخه وروزل شول.
دغه خوراکه، چې د نایتروجن په موادو بډایه ده، د ژمي په موسم کې د څارویو لپاره کارول کېږي. د دې خوراکې ارزښت په دې کې دی چې نه یوازې ارزانه ده، بلکې د څارویو پر ودې او تولید یې اغېز ډېر دی. دې طریقه به مالدارانو ته د ګران بیه خوراکي موادو مناسب بدیل وي او د مالدارۍ تولیداتو په زیاتولو سره به د دوی اقتصادي وضعیت ښه کړي.
د ژمنۍ خوراکې د جوړولو پروسه داسې ده چې سپینه سره په اوبو کې حل کېږي او بیا په واښه یا پروړو باندې پاشل کېږي. دا مواد له ۲۰ تر ۲۵ ورځو پورې د خاورو لاندې ساتل کېږي، ترڅو یوریا په اغېزمن ډول جذب شي. له دې پروسې وروسته، دغه خوراکه څارویو ته ورکول کېږي.
قابل یادونه ده چې د هالنډ کمېټه پلان لري چې د کندهار په ډنډ، ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو کې ۲۰۰ نورو مالدارانو ته هم د ژمنۍ خوراکې جوړولو طریقه په ډله‌ییز ډول وښيي، ترڅو د مالدارۍ سکتور پرمختګ وکړي او مالداران په کم لګښت خپل اقتصادي وضعیت ښه کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت