پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې پیل 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۰:۴۳
پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې پیل 

 پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېټه، د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي او د کډوالو او  بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په شتون کې، پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عملي چارې پیل کړې.
ياده کمېټه د ننګرهار ولايت له يو شمېر سيمه ييزو چارواکو سره د يوې غونډې په ترڅ کې د سرپناه او نورو اسانتياوو د جوړولو عملي کار پيل کړل.
په پام کې ده، چې د تورخم بندر له لارې له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره اړینې اسانتیاوې لکه اودس خونه، د څښاک اوبه او موقتي سرپناه رامنځته شي.
همدارنګه، یاد کمیسیون د مهاجرینو لپاره د موقتي سرپناه د جوړولو لپاره ځای تثبیت کړ، چېرته چې باید د راستنیدونکو مهاجرینو لپاره موقتي سرپناه جوړ شي.
د افغانستان اسلامي امارت د رهبري په لارښوونه له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یوشمېر امارتي ادارو په ګډون یو پلاوی جوړ شوی دی، چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

آغاز رسیده‌گی به مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان 
 ه‍یئت رسیده‌گی به مهاجرین بازگشت اجباری از کشور پاکستان با حضور مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت و مولوی عبدالرحمن راشد معین وزارت مهاجرین وزارت عودت و مهاجرین کار عملی را جهت  رسیده‌گی به مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان آغاز کردند.
 ه‍یئت متذکره طی جلسه‌ای با حضور شماری از مسوولان محلی ولایت ننگرهار روند عملی ساخت تاسیسات جهت بودباش و سایر سهولت‌ها را آغاز کردند.
قرار است سهولت‌های لازم از جمله وضو خانه، آب آشامیدنی و سرپناه موقت برای مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان از طریق بندر تورخ ایجاد شود.
همچنان کمیسیون متذکره  مکانی را برای ساخت سرپنا‌های موقت برای مهاجرین تثبیت نمود بودن که قرار است در آن ساحه برای مهاجرین بازگشت کننده سرپناه موقت ایجاد گردد.
مطابق به هدایت رهبری امارت اسلامی افغانستان هیئتی متشکل از چندین اداره امارتی تشکیل گردیده است تا سهولت‌های لازم را برای مهاجرین بازگشت کننده از کشور پاکستان ایجاد نماید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت