هلمند کې ۹۵۰متریک ټنه دغنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲ - ۱۵:۲۴
 هلمند کې ۹۵۰متریک ټنه دغنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

۲ لیندۍ ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او ۱۳ ولسوالیو کې پر ۱۹ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې تر دې دمه ددې ولایت مرکز لښکرګاه او دغه راز نهرسراج، نادعلي، او ناوې ولسوالیو ته د دغو اصلاح شویو غنمو تخمونه رسېدلې چې د وېش لړۍ به یې هم ډېر ژر پیل شي.
ښاغلي الکو وایي، چې د غنمو دغه اصلاح شوي تخمونه به ددې ولایت په ۳۸ زره جریبه ځمکه کې وکرل شي. دهغه په خبره د هلمند د کرنې اداره هلې ځلې کوي ترڅو پر وخت بزګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه ورسوي.
باید وویل شي، چې سږ کال د خصوصي سکټور په همکارۍ په دې ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو د تصدیو له خوا ۱۱۵۰ مټریک ټنه اصلاح شوي غنم تولید، چې ۹۵۰ مټریک ټنه یې په هلمند کې او پاتې ۲۵۰مټریک ټنه یې یوشمېر نورو ولایتونوته ولېږدول شول.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت