هلمند کې ۴۱۴ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۱۵:۲۱
هلمند کې ۴۱۴ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

۸ مرغومې ۱۳۹۹
دهلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» له خوا ددې ولایت ۴۱۴ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې له دغو مرستو څخه برخمن شوي ۴۱۴ کورنۍ هغه کورنۍ دي، چې د انارباغ قوریې او بولان طبیعي ځنګل کې یې کار کړي وو، چې دکار په بدل کې یادو کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شول.
د ښاغلي الکو په خبره یاد ۴۱۴ کورنیو هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو ګرامه اوړه، ۱۲ کیلو ګرامه دال، لس کیلو ګرامه غوړي او یوه کیلو مالګه ورکړل شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمي الکو وویل، چې دا لړۍ تر شپږو میاشتو پورې ده او هره میاشت به دغه خلک، چې د انار باغ قوریه او طبیعي ځنګل کې کار کوي د کار په بدل کې خوراکي توکي تر لاسه کوي.
د ښاغلي الکو په خبره ددې ترڅنګ چې د انارباغ په قوریه کې سلګونو کسانو ته د کارزمینه برابره شوې ده، راتلونکی کال به له یادې قوریې څخه زرګونه مثمر او غیر مثمر نیالګي هم تولید شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت