هلمند کې کروندګور لپاره د عملي او نظري زده کړو په موخه ننداریزې قطعې جوړې شوي دي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۶ - ۱۲:۳۱
هلمند کې کروندګور لپاره د عملي او نظري زده کړو په موخه ننداریزې قطعې جوړې شوي دي
 
۱۶ چنګاښ ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې بزګرانو او کروندګور لپاره د عملي او نظري زده کړو ورکولو په موخه د نباتي افتونو او ناروغیو د مخنیوي په برخه کې ننداریزې قطعې جوړې شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ناوه او نهرسراج ولسوالیو کې د نباتي ناروغیو هر اړخیز مخنیوی (IPM) په موخه چې صنعتي نباتات، سابه او مېوې په کې شامل دي اته ننداریزې قطعې جوړې شوي دي.
د ښاغلي الکو په خبره په دې ننداریزو قطعو کې به بزګرانو او کروندګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو د میخانیکي مخنیوی لارې چارې په عملي او نظري ډول ور وښودل شي.
دیادې پروسې له لارې به بزګر وتوانیږي ترڅو په اسانۍ سره مخکې تر دې، چې نباتي ناروغۍ او افتونه یې پر کښتونو حمله وکړي مخه یې ونیسي، چې په دې سره به دبزګرو د صنعتي نباتاتو، سبو او مېوو کمیت او کیفیت ښه او لوړ حاصلات به ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت