هلمند کې کرونده ګرو ته په ننداریزو کروندو کې عملي او نظري زده کړې ورکول کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۵:۳۵
هلمند کې کرونده ګرو ته په ننداریزو کروندو کې عملي او نظري زده کړې ورکول کېږي

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت کروندګرو ته په ننداریزو کروندو کې دعملي او نظري زده کړو زمینه برابره شوې ده.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي، چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوې، ګرمسیر او نادعلي ولسوالیو کې د پنبې، جوارو او سبو ۷ ننداریزې کروندې جوړ شوي دي، چې په یادو کروندو کې بزګرو ته عملي او نظري زده کړې ورکول کېږي.
د ښاغلي الکو په خبره، د یادې پروسې په لړ کې به نږدې ۳۲۰۰  تنه بزګرو ته  د ښې کرکېلې لارې چارې، د نباتي ناروغیو مخنیوی، د کیمیاوي سرو کارول او د اوبولګولو په اړه د فني او مسلکي کارمندانو له خوا په عملي او نظري ډول زده کړې ورکړل شي.
دیادې پروسې له لارې به بزګر وتوانېږي ترڅو په اسانۍ سره مخکې تر دې، چې نباتي ناروغۍ او افتونه یې پر کښتونو حمله کوي مخنیوی یې وکړي، خپلې کروندې ښې وروزي، په مناسب ډول کیمیاوي سرې وکاروي او د اړتیا سره سم یې د اوبولګولو سیستم منظم کړي، چې په دې سره به دبزګرو د حاصلاتو کمیت او کیفیت ښه او لوړ حاصلات به ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت