هلمند کې ښځو ته د روبو جوړولو لارې چارې ښودل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۰:۱۶
هلمند کې ښځو ته د روبو جوړولو لارې چارې ښودل کېږي

۷ چنګاښ ۱۴۰۰
د هلمند د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د مېرمنو د اقتصادي ودې او دوی ته په کور دننه دکار زمینې برابرول په پار د دې ولایت د مرکز لښکرګاه بېوزله ښځو ته د سبو د پروسس په برخه کې زده کړې ورکوي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د یادې پروسې له لارې به هغه ښځې، چې اقتصادي حالت یې ښه نه وي، بېوزله او له مالي ستونزو سره مخ وي، له رومیانو څخه د روبو جوړولو په برخه کې د زده کړې زمینه ورته برابرېږي، ترڅو له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره او اقتصادي وضعیت یې ښه شي.
د چارواکو په خبره په کورونو کې د روبو جوړول ګټور کار دی، چې مېرمنو ته د کارې فرصتونو د برابرولو ترڅنګ د دوی په اقتصادي وده کې رغنده رول لري.
ددغو مرستو موخه د مېرمنو اقتصادي ملاتړ او د دوی د کورنیو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.
د کرنې وزارت په هېواد کې د مېرمنو د وړتیاوو لوړلو او اقتصادي غوړېدا په موخه پراخ فعالیتونه پیل کړي دي او هلې ځلې کوي چې، بېوزله کلیوالې مېرمنې سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي تر څو په راتلونکې کې دغه مېرمنې پر ځان بسیا خپله او کورنۍ یې روښانه راتلونکې ولري.
باید وویل شي، چې د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د فني او مسلکي کارکوونکو له خوا تردې وړاندې  ددې ولایت هغو نارینه و بزګرانو ته چې رومي بانجان یې کرلي دي، له رومیانو څخه د روبو جوړلو د لارو چارو ښودلو لړۍ هم پیل شوې ده.
د هلمند د کرنې رییس وایي، چې ددې کار موخه د رومي بانجانو د ضایعاتو مخنیوی، غیر موسمي وخت کې له همدې روبو څخه ګټه پورته کول، د وارداتي روبو مخنیوی او د بزګرانو تولیداتو ته بازار موندنه او د دوی د عوایدو زیاتول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت