هلمند کې سلګونو بڼوالو ته کیمیاوي سرې ووېشل شوې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۶:۱۶
هلمند کې سلګونو بڼوالو ته  کیمیاوي سرې ووېشل شوې


۶تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هغږۍ د (ROP-AMP) یا سولې بنیاد مؤ سسې لخوا  د هلمند ولایت یوشمېر بزګرانو ته ددې ولایت په څلورو ولسوالیو کې ٣٤٣ جربیه بڼونه جوړ شوي دي، چې د انارو، انګورو، پلم،  بادامو،  انځرو، زردالو او شفتالو ونې پکې شاملې دي.
نوموړو بڼوالو ته دامهال د کیمیاوي سرو وېشلو پروسه بشپړه شوه، چې د في جریب لپاره ورته ۵۰ کیلو سپین سونا سره او ۲۵ کیلو ګرامه تور یا DAP کود ووېشل شول.
د سیمې بڼوالو د یادو سرو په ترلاسه کولو خوښي وښوده او په دې برخه کې یې د لازیاتې همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو په دې ولایت کې بزګرو او بڼوالو ته اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او ارزښت لرونکي اصلاح شوي نیالګي ووېشي تر څو له همدې لارې یې کرنیز اقتصاد کې وده او بهبود رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت