هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۰:۰
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٩۹ یمه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي په نننۍ ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او په اړه یې لازمې کړنې ترسره کړې.
په دې غونډه کې د ځمکو د غصب مخنیوی کمیسون لخوا راغلیو د غصب پر دو موضوعاتو باندې بحث او خبرې وشوې او د یادو هدایتونو د عملي تطبیق په موخه ورباندې د ګډونوالو نظرونه واخیستل شول. 
تخنیکي پلاوي په یاده ناسته کې د خپلو کړنو سرته رسولو په موخه د عمل یو پلان ترتیب کړ چې د عملي تطبیق په موخه به د مقاماتو سره هم شریک کړل شي.
وروستیو کې د تخنیکي پلاوي لخوا د غصب په ځینو نورو مهمو مواردو کې هم تصمیمونه ونیول شول او  د عملي تطبیق په برخه کې یې لازمې پریکړې وکړې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت