هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۴:۵۷
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

۳۰  تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ د هلمند ولایت،  د ارشاد، حج او اوقافو رییس امولوي محمد اسلام واسع صاحب، لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني، دکور او ښارجوړولو چارو رییس الحاج مولوي نیک محمد معتصم ، دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي عبدالهادي حماد، دځمکو تخنیکي آمر الحاج ملا زین الله زاهد، دمرکز لښکرګاه د امارتي ځمکو د کنترول مسؤل ملا جانان اخند،  د سکرتریت چارو د تنظیم همغږۍ  مدیر مولوي خدایداد مهاجر او د ځمکو آمریت استازی انجنیر عبدالعظیم منهاج هم حضور درلود.
د غونډې په پیل کې د هلمند دکرنې رییس او د تخنیکي پلاوي مشر د تېرې غونډې د اجراآتو ارزونه وکړه او په ترڅ کې په ګڼو موضوعاتو بحث او پریکړې وشوې.
په ننني غونډه کې د ډاکتر محمد ویس د کلینیک د خدماتي سیمې د غصب په اړه ترتیب سوی راپور ولوستل شو، تر لازم بحث وروسته لاسلیک او مرکز ته لیږلو ته چمتو شو.
وروسته د یادې غونډې ګډونوالو مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې د ١٤ موضوعاتو څخه پنځو سیمو څخه د لیدنې په موخه د  ځانګړې پلاوی لخوا د اسنادو د تطبیق ، کروکئ او نورو لازمو معلوماتو بشپړولو په موخه مشخصې ورځې وټاکل شوې.
په دغه ناسته کې همدارنګه د خانشین ولسوالی کې د ١٢٠٠ جریبه امارتي ځمکې، د مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې د نوو تصرفاتو او تاسیساتو د له منځه وړلو په برخه کې لازمې پرې کړې وشوې .
همدارنګه په یاده غونډه کې د ښاروالۍ دداخل پلانونو، سرکار سیمه کې د ٣٠٠ جریبه امارتي ځمکې د غصب مخنیوئ او په متصرفه ځمکو کې د اشخاصو او افرادو لخوا د کارونو ترسره کولو په برخو کې ګډونوالو خپل نظرونه سره شریک کړل او یو شمېر پریکړې وشوې.
وروستیو کې په مرکز لښکرګاه کې په امارتي ځمکو کې د خپلسرو تصرفاتو مخنیوی په اړه د غونډې ګډونوالو خبرې وکړې او په ټولو سیمو کې یې د ځمکو د غصب مخنیوی په برخه کې د انفاذ قانون مطابق د راتلونکو کړنو ترسره کولو پریکړې وکړې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت