هلمند کې د ورځې څه باندې ۲۲ زره لیټره شېدې تولیدیږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۴:۳۲
هلمند کې د ورځې څه باندې ۲۲ زره لیټره شېدې تولیدیږي

۲ مرغومې ۱۳۹۹
هلمند يو له سمسورو ولايتونو څخه دى، چې ډېرى خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د بېلابېلو سبو، غلو دانو او مېوو د تولید ترڅنګ، په دې ولایت کې د مالدارۍ صنعت هم غوړېدلی، چې ورسره په دې ولایت کې د لبني محصولاتو د تولید کچه هم لوړه شوې ده.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې په هلمند کې د دودیزې مالدارۍ ترڅنګ د غوا روزنې ۳۰ فارمونه چې، په هر فارم کې یې په منځنۍ کچه ۳۰ غواوې روزل کیږي شتون لري، چې له دغو غواوو څخه ډېر شمېر یې شېدې ورکوونکي او نور یې نرنسل، وچ نسل او خوسکي دي. د هلمند ولایت د غواساتنې په فارمونو کې څه باندې ۹۰۰ کسانو ته په نېغه او نانېغه توګه د دندې زمینه برابره شوې ده.
د چارواکو په خبره له دغو فارمونو څخه د ورځې ۲۲ زره او ۴۵۵ لیټره شېدې تر لاسه کیږي.
د هلمند د غواروزنې فارمونه ته په داسې حال کې د ودې زمینه برابره شوې، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت مالدارانو او ثبت شویو فارمونو سره په وړیا توګه د څارویو د خوراکي توکو، مصنوعي القاح او بېلابېلو واکسینونو مرسته شوې او ترڅنګ یې ددې ولایت مالدارانو ته روزنیز پروګرامونه هم په لاره اچول شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت