هلمند کې د هوږې کښت او حاصلات زیات شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۶:۳۶
هلمند کې د هوږې کښت او حاصلات زیات شوي

۲۹ مرغومې ۱۳۹۹
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال د دې ولایت په زیاته ځمکه هوږه کرل شوې وه، چې د تېرکال په پرتله یې د حاصلاتو کچه زیاته شوې وه.
د کرنې وزارت د ۱۳۹۸ یم کال د احصایې ریاست د مالوماتو له مخې تېرکال د هلمند ولایت په ۱۲۶۲ هکټاره ځمکه هوږه کرل شوې وه، چې د حاصلاتو کچه یې تر درې زره او ۵۳۴ ټنو پورې ورسېد، خو ددې ولایت د هوږو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله زیات دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه او بېلابېلو ولسوالیو کې په زیاته کچه د هوږې کرکېله، د نباتي ناروغیو مخنیوی، د ښې کرکېلې په پار عامه پوهاوی، په سم ډول د نباتاتو روزنه او پالنه هغه څه دي، چې د دې ولایت د هوږې د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي.
هلمند د هوږې له پلوه د هېواد له لویو تولیدونکو ولایتونوو څخه شمېرل کېږي، چې د کیفیت له مخې په کورنیو بازارونو کې د ښه نوم په درلودلو سره د هېواد ګڼو نور ولایتونو ته هم ترې صادریږي.
هوږه چې د بېلابېلوخوړو د ذایقې لپاره په اوومه او پخه ډول خوړل کیږي، د باکتریا ضد خاصیت لرلو سره د مثانې د ناروغیو مخه نیسي، د غاښونو درد اراموي، د عصبي ناروغیو، زکام، وزن کنټرولولو، د وینې فشار نورمالولو، د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت زیاتوي ، ویښتانوته ګټې او داسې نور روغتیایي ګټې لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت