هلمند کې د ملت تفریحې پارک بیارغول کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۰:۳۰
هلمند کې د ملت تفریحې پارک بیارغول کېږي

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان په سیمه کې د ملت تفریحي پارک چې په شاخوا ٤٠ جریبه ځمکه کې جوړ دی د بیارغونې او پانګونې په موخه خصوصي سکټور ته سپارل شوی دی.
دغه تفریحي پارک چې کلونه وړاندې رغول شوی دی او دا مهال یې ډېری برخې تخریب او رغونې ته اړتیا لرل، د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج په لارښؤنه او د ولایت  مقام په حکم د رغونې او فعاله کولو په موخه خصوصي سکتور ته په قرارداد ورکړل شوی دی.
نوموړي قراردادي اشخاص به د یوې ځانګړې طرحې له مخې په یاد پارک کې نږدې ٦ میلونه افغانۍ پانګونه کوي او یاد پارک به د ولایت په کچه په ښه معیار ورغول شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د اسفندې صنعتي پارک سیمه، چې شاوخوا (۱۱۰۰٫۳۳) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ د صنعتي پارک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

بازگشت