هلمند کې د لړمانو روزنې بل ستر فارم د بشپړېدو په درشل کې ده

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۱۳:۴۳
 هلمند کې د لړمانو روزنې بل ستر فارم د بشپړېدو په درشل کې ده

۳ لیندۍ ۱۳۹۸
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د لړمانو روزنې د دویم ستر فارم د جوړولو چارې، چې د ۵۰ زره لړمانو د روزنې وړتیا لري د بشپړېدو په درشل کې ده.
دغه فارم چې د خصوصي سکټور له خوا جوړيږي، د هملند د کرنې ریاست له خوا ور سره په بېلابېلو برخو کې هر اړخیزې مرستې او همکارۍ کیږي. دغه فارم د ۵۰ زره لړمانو د روزنې وړتیا لري او په دې فارم کې اووه ډوله لړمان روزل کیږي. ددې ترڅنګ په دې فارم کې به کربوړې هم وروزل شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت د کرنې ریاست دیاد فارم د پرمختیا په پار د فارم شته ستونزې او غوښتنې راټولې او په فني توګه یې دوی ته لازمې لارښوونې کړي دي.
د فارم چارواکي وايي، چې دا فارم ددې ولایت څخه د لړمانو د قاچاق د مخنیوي په موخه جوړوي.
له لړمانو څخه تر لاسه کېدونکي زهر یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.
د لړمانو خوراکه چنجي دي او هر لړم درې میاشتو کې شپږ څاڅکي زهر تولیدوي، چې د یو کیلو زهرو بیه نږدې لس میلیونه ډالرو ته رسیږي.
دا په هلمند کې د لړمانو روزنې دویم ستر فارم دی. تر دې وړاندې هم په دې ولایت کې د لړمانو روزنې یو فارم جوړ شوی، چې ۱۷ زره لړمان په کې روزل کیږي.
باید وویل شي، چې د لومړي ځل لپاره په هرات کې د لړمانو یو فارم جوړ شو، چې په هېواد کې د لړمانو د ساتلو او زهرو د تولید لومړنی فارم دی. د هرات د لړمانو په فارم کې له دوه زرو زیات لړمان ساتل کېږي، او له دغو لړمانو څخه تر لاسه کېدونکي زهر یو شمير بهرنیو هيوادونو ته صادرېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت