هلمند کې د زعفرانو ۱۲ ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۰ - ۱۴:۳۴
هلمند کې د زعفرانو ۱۲ ننداریزې قطعې جوړیږي
 
۱۰ وږی ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي د دودولو په پار د زعفرانو ۱۲ ننداریزې قطعې جوړوي. په همدې موخه د هلمند د کرنې ریاست له خوا یو شمېر بزګران د زعفرانو ننداریزو قطعو د جوړولو په موخه روزل شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د زعفرانو د دودولو په پار ۱۲ ننداریزې قطعې جوړیږي. د ښاغلي الکو په خبره ددغو۱۲ ننداریزو قطعو د جوړولو په پار ددې ولایت یوشمېر بزګران روزل شوي دي او په نږدې راتلونکې کې به پر دوی د زعفرانو پیاز، حیواني سره، توره او سپینه سره، د زعفرانو وچولو ماشینونه، ځانګړي جامې، ماسکونه، تشتونه، د زعفرانو راټولولو جالۍ، فینسونه، دست کشې، بېلچې، د زعفرانو ساتلو بوتلونه او درمل ووېشل شي.
د هلمند دکرنې رییس وویل، چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. هغه وویل، چې د هلمند ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله پراخه شي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم په دې ولایت کې د زعفرانو یوشمېر ننداریزې قطعې جوړې شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۲۳
Background image

کندهار څخه روسیې ته د ۵۰ متریک ټنه مڼو د صادراتو بهیر پیل شو

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ، د «کندا فروټ» خصوصي شرکت له‌خوا روسیې ته د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۵۰
Background image

د کرنې وزارت د اطلاعاتو اوعامه پوهاوی رییس او ویاند د کندهار په ولایت کې د میلکو شرکت څخه لیدنه وکړه

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتواو عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال د چارو ادارې د پروژو د همغږۍ له رییس سره وکتل

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د اسلامي امارت د چارو ادارې د پروژو د همغږۍ له. . .

بازگشت