هلمند کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
هلمند کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې
 
۱۱ وږی ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې کړندي شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار یو میلیون او ۲۰۰ زره تصدیق شوي مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي چمتو شوي دي.
د ښاغلي الکو په خبره دغه شمېر نیالګي ددې ولایت په نرسریو او قوریو کې روزل شوي دي.
د دغو نیالګیو له ډلې ۲۰۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي یې د کرنې ریاست اړوندو قوریو کې او پاتي یو میلیون یې د کرنې ریاست تر څار لاندې د خصوصي سکټور له خوا چمتو شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، د هلمند د کرنې ریاست په پام کې لري، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې ځمکوالو او بڼوالو ته سږ کال هم مېوه لرونکي بڼونه جوړ کړي او د یادو بڼونو د اړتیا وړ نیالګي به له همدغو نرسریو څخه پېرل کیږي او پر بزګرو وېشل کیږي.
د هلمند د کرنې اداره هڅه کوي، چې هلمند کې بڼوالۍ ته وده او پراختیا ورکړي او هغه ونې ترویج کړي، چې په لنډ وخت کې مېوه نیسي او د ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۷:۲۹
Background image

خوست کې د څارویو لپاره د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وشوه


۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت آمر ډاکټر انعام الله جاوید د یاد ریاست له ځینو مدیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

بازگشت