هلمند کې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو مورني بڼونه ښې پایلې ور کړي دي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۱۱:۷
هلمند کې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو مورني بڼونه ښې پایلې ور کړي دي
۱۰ چنګاښ ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر نوو نباتاتو څېړنې رواندې دي، چې له دې ډلې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګې هم په توافقي ډول تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وویل، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوی ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.
ښاغلي الکو وويل، په همدې موخه ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګې اېښودل شوي او پرې څېړنیې روانې دي. هغه زیاته کړه، چې تېر کال د ننګرهار له ولایت څخه اصلاح شوي نیالګي، چې په ترکیب کې یې پنځه ډوله لیمو، مالټه او املوک شامل دي د بولان په څېړنیز او انار باغ قوریه کې کرل شوي دي، چې ښې پایلې لري او تر دې مهاله یې پایلې ښې ارزول شوي دي او تر ډېره یې ددې ولایت د خاورې، اوبو او هوا سره پراخ توافق ښودلي دي.
د هلمند د کرنې رییس زیاته کړه، اداره به یې د یادو نباتو په اړه نور تحقیق او څېړنې هم کوی، ترڅو د اوبو، خاورې، هوا او ناروغیو پروړاندې یې پایلې مطالعه او وروستۍ پایله به یې له اړونده مقاماتو سره شریکې کړي ترڅو په راتلونکي کې یې هلمند کې ترویج او تکثیر کړي.
باید وویل شي، چې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوی او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت