هلمند کې د الویرا طبي بوټي کرکېله ښه پایله ورکړې

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۹:۵۰
هلمند کې د الویرا طبي بوټي کرکېله ښه پایله ورکړې

۲۳ لړم ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا دلومړي ځل لپاره ددې ولایت د مرکز لښکرګاه په یوه شنه خونه کې د الویرا ۱۳۸ بوټي کرل شوې وې، چې پایله یې ډېره ښه او اوس له همدغو بوټو څخه ۲۴۸ بیخ چیشونه په لاس راغلي دي.

د هلمند دکرنې رییس زلمي الکو وایي، د الویرا بوټي ارزښت ته په کتو غواړي، چې په دې ولایت کې د الویرا کرکیله ترویج کړي چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.

الویرا یو طبي بوټی دی، چې د پوستکي په ښایست، د خولې او معدې ناروغۍ په درملنه، د بدن د مسمومتیا په مخنیوي او د ویښتانو د روغتیا په ساتنه کې ترې استفاده کیږي.

د هلمند دکرنې رییس وایي د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د الویرا ترڅنګ ګڼ شمېر نور ارزښت لرونکي بوټې هم په دې ولایت کې ترویج کړي ترڅو د کوکنارو د کرکيلې مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت