هلمندي کروندګرو ته له رومي بانجانو د روب جوړلو لارې چارې ښودل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۰:۲۲
هلمندي کروندګرو ته له رومي بانجانو د روب جوړلو لارې چارې ښودل کېږي

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د فني او مسلکي کارکوونکو له خوا ددې ولایت هغو بزګرانو ته چې رومي بانجان یې کرلي دي، له رومیانو څخه د روبو جوړلو د لارو چارو ښودلو لړۍ پیل شوې ده.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې دا لړۍ د هلمند مرکز لښکرګاه لښکربازار کلي څخه پیل شوې ده، چې په لومړي پړاو کې ۲۶ هغو بزګرانو ته چې ډېر زیات رومي بانجان یې کرلي دي، د روبو جوړولو لارې چارې ښودل کېږي او وروسته د هلمند په کچه ټولو لېوالو بزګرانو ته چې د رومي بانجانو کرکېله کوي له رومیانو د روبو جوړولو لارې چارې ښودل کېږي.
د ښاغلي الکو په خبره ددې کار موخه د رومي بانجانو د ضایعاتو مخنیوی، غیر موسمي وخت کې له همدې روبو څخه ګټه پورته کول، د وارداتي روبو مخنیوی او د بزګرانو تولیداتو ته بازار موندنه او د دوی د عوایدو زیاتول دي.
 د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې سږکال ددې ولایت په څه باندې دوه زره او ۱۵۲ هکټاره ځمکه رومي بانجان کرل شوي، چې کلنۍ حاصل به یې څه باندې ۵۳ زره مټریک ټنه وي.
دښاغلي الکو په ټکو له دې ولایت څخه هره ورځ سلګونه ټنه رومي بانجان نورو ولایتونو ته لېږل کېږي، خو هغه رومیان چې د لېږد وړ نه دي د روب جوړولو لړۍ یې پیل شوې ده، چې د رومیانو د ضایعاتو مخه ونیول شي

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت