هلمند:د ناوې ولسوالی سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه ترسره شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۱۲:۵۹
هلمند:د ناوې ولسوالی سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه ترسره شوه


۱۳ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې څو ورځې مخکې د ارغنداب سیند د هلمند دسیند سره ګډ شو چې له امله يې دناوې ولسوالی اړوند دسرخدز دپایګاو او ټوبي دسېمو په سلهاو جریبه کرنيزې ځمکې اوکښتونه  تخریب شوي دي. 
د هلمند ولايت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ناوې ولسوالی د کرنې مسؤلو کارمندانو نوموړو سيمو څخه له نږدې لیدنه وکړه، هلته د اوښتو زیانو په اړه یې د سیمې د خلکو سره لیدنې وکړې، د کرنیزو ځمکو د تخریب او اوښتو زیانونو په اړه یې ارقام او احصائیه واخيستل. 
د یادونې وړ ده چې د ارغنداب او هلمند سیند د ګډېدو پر مهال دبست کلا په سیمه کې هم ګڼو ځمکوالو ته زیان اوښتي دي، هلته یې هم سلګونه کرنیزې ځمکې او شنه فصلونه زیانمن او یا هم له منځه وړي دي.
د سیمې خلک د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي او وایي چې پر ځمکو کرلي کښتونه یې له منځه تللي دي او دا مهال له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت