نورستان ولایت ته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۵:۴
نورستان ولایت ته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال سفر

۱۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رییسانو او کارکوونکو د یوه پلاوي په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ د عمومي وضعیت د ارزونې، د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو هوارولو او د نورستان ولایت د ځنګلونو ساتنې او خوندیتوب په پآر یاد ولایت ته سفر کړی دی. 
دغه سفر د کرنې، مالدارۍ، ځمکې او اوبولګولو سکتورونو د کړنو او فعالیتونو د ارزونې او څېړنې او همدارنګه د نورستان ولایت د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ جلبولو په موخه ترسره شوی دی.
د دغه سفر په ترڅ کې مولوي باز محمد فیضان لومړی د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیر اغا پیر حبیب الرحمن او د دې ولایت دکرنې ادارې له کارکوونکو سره وکتل، د هغوی د لاسته راوړنو او کړنو  راپورونه یې واورېدې او د چارو د لا ښه والي لپاره یې دوی ته لازمې لارښوونې وکړې. 
ټاکل شوې ده، چې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ددغه سفر په ترڅ کې دنورستان ولايت له سيمه ییزو مسوولينو سره وګوري او په نورستان ولايت کې دکرنې وزارت له خوا دکرنې او مالدارۍ دپروژو دتطبيق، دځنګلونو دساتنې او نورو پروژو دپلي کېدو په برخه کې دهغوى دهمکارۍ غوښتنه وکړي.


سفر معین آبیاری ‌ و منابع طبیعی  وزارت زراعت به ولایت نورستان 
۱۳ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در راس یک هیئت از روئسا و کارمندان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به هدف بررسی وضعیت کلی زراعت و مالداری، حل مشکلات دهقان و مالدارن و حفاظت از جنگلات به ولایت نورستان سفر کرد.
 این سفر به منظور ارزیابی و بررسی فعالیت‌های سکتور زراعت، مالداری، اراضی و آبیاری و همین گونه جلب همکاری مسوولان محلی جهت حفاظت از جنگلات ولایت نورستان صورت گرفته است.
مولوی بازمحمد فیضان در جریان این سفر در نخست با مولوی شیرآغا پیر حبیب الرحمان رییس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان و کارمندان آن اداره دیدار کرده و گزارش کارکردها و دستاوردهای‌شان را استماع نموده و هدایات لازم را جهت بهبود امور شان سپرد.
قرار است در جریان این سفر معین زراعت و مالداری با مسوولان محلی ولایت نورستان دیدار کرده و خواستار همکاری شان در بخش تطبیق پروژهای  زراعتی و مالداری، حفاظت از جنگلات و سایر پروژه های که از سوی وزارت زراعت در ولایت نورستان تطبیق میشود گردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

پکتیکا کې د ځنګلونو د بیا رغونې په پار د چهارمغزو او سرسبزۍ پروژه عملي کېږي


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت لپاره د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۲۹
Background image

د هلمند مارجې ولسوالی کې د څه باندې څلور کیلومتره کانال د پاکولو چارې پیل شوې


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  په هلو ځلو، د سیمې د اوسیدونکو د اړتیا او غوښتنې په اساس، ددې ریاست اړوند قدرتي سرچینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۳۰
Background image

د نیمروز ولایت د کرنې ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د نیمروز ولایت د کرنې او کلیو پراختیا او بیارغونې سکټوري غونډه په داسې حال کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، د‌ اقتصاد، کلیو. . .

بازگشت