نورستان د لا زرغونتیا پر لور؛ سږ کال ۱۳۵ جریبه میوه لرونکي بڼونه جوړشوي دي

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۴:۴۹
نورستان د لا زرغونتیا پر لور؛ سږ کال ۱۳۵ جریبه میوه لرونکي بڼونه جوړشوي دي
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې کړندي شوي دي او سږکال یې په دې ولایت کې د بېلابېلو مېوو ۱۳۵ جریبه بڼونه جوړ کړي دي.
د یاد ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د بڼوالۍ د پراختیا په پار یې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې«NHLP » له لارې ۱۳۵ جریبه د مڼو، بادامو، زردالو، ګیلاس او چهارمغزو بڼونه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې بڼوالو ته جوړ کړي دي.
دغه راز په ورته وخت کې د کرنې ریاست له خوا بڼوالو ته په فني او مسلکي ډول د بڼونو جوړولو تر څنګ پر بڼوالو د بڼوالۍ اړوندو توکو وېش، بڼوالو ته روزنیزې برنامې په لاره اچول او ترڅنګ یې پر بڼوالو د ناروغیو او افاتو ضد درملو وېش هغه چارې دي، چې په یاد ولایت کې د ګڼو برنامو له لارې بڼوالي ته پراختیا وکړي.
نورستان د سوړ اقلیم په درلودلو سره د ګڼو مېوو لکه مڼې، زردالو، بادام، ګیلاس، چهارمغز، جلغوزې او یوشمېر نورو مېوو ونو لپاره مناسب چاپېریال لري، چې د تېرو څو کالو په ترڅ کې د یاد ولایت په سلګونه جریبه ځمکه کې د مېوو ګڼ شمیر نوي بڼونه جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت