نهو ولایتونو کې ۱۸۰ سایلیج سیلوګانې جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۳:۵۱
نهو ولایتونو کې ۱۸۰ سایلیج سیلوګانې جوړېږي

۱۱ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت، د طبیعي سرچینو لوی ریاست پلان لري، چې وران کال په هملند، کندهار، غور، بادغیس، پکتیا، سمنګان، سرپل، تخار، او میدان وردګو ولایتونو کې د څاریو د خوراکي توکو زېرمه کولو په پار ۱۸۰ سایلیج سیلوګانې جوړ کړي.
د طبیعي سرچینو لوی ریاست چارواکي وایي، چې یاد سایلیجونه د کرنې وزارت له خوا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، ښاروالۍ او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې په مرسته جوړېږي، چې موخه یې د حیواناتو د خوراکي توکو ساتل او په څړځایونو د فشار کمول دي.
سایلیج یا سیلو کول (Silage) په زیاته کچه د علوفې زېرمه کولو ته وایي، چې په یو مناسب او خوندي ځای کې پرته له هوا څخه دڅارویو لپاره علوفې ساتل کیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

بازگشت