ننګرهار کې ۴۳ سوداګریز قراردادونه او د لېوالتیا اسنادونه لاسلیک شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۱۱:۱۸
ننګرهار کې ۴۳ سوداګریز قراردادونه او د لېوالتیا اسنادونه لاسلیک شول


۲۱ لړم ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د کرنې او مالدارۍ سکټور د پانګونې د ملاتړ په موخه دوه ورځنۍ کنفرانس په لاره اچول شوې وه.
د یاد کنفرانس موخه ددې ولایت د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې ملاتړ او په دې برخه کې شته ستونزې هوارول دي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل، د یاد کنفرانس پر ګډونوالو غږ وکړچې په همدې برخه کې پانګونه وکړي.ښاغلی امرخېل وویل: «هېواد مو د کرکیلې لپاره مناسب اقلیم لري، په معمولي پانګونه ډېر پیداوار ترلاسه کیدای شي او
غوره پانګونه همدا ده، چې خلکو ته ډوډۍ پېدا شي.»
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وویل، چې ددې کنفرانس په دویمه او وروستی ورځ د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ ۴۳ سوداګریز قرادادونه او د لېوالتیا اسنادونه هم لاسلیک شول.
د لېوالتیا په یادو اسنادو کې ٤٠ تنو پانګوالو سره د سوداګریزو شنوخونو جوړول، د جلغوزیو او چهارمغزو پروسس، کارتنونه جوړول، د بریډر چرګانو فارمونو، دچرګانو هیچري، دماهیانو هیچري او فارمونو، دغوښینو غواګانو فارمونو او سوداګریز بڼونه جوړول شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې ددې کنفرانس په وروستی ورځ د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې په همکارۍ ننګرهار ولایت د ګنیو او ممپلیو د پروسس هوکړه لیکونه هم د بزګرانو او پانګوالو ترمنځ لاسلیک شول.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت