ننګرهار کې څه باندې ۲۱ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۳:۸
ننګرهار کې څه باندې ۲۱ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ۲۱ زره او ۱۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د اکشن اېډ مؤسسې د ننګرهار په ۱۳ ولسوالېو بهسود، پچیراګام، خوږیاڼي،شېرزاد، حصارک، دره نور، کوزکنړ، کامه، ګوشته، لعلپوره، مومندره، اچین او هسکه مېنه کې ۲۱زره او ۱۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشلي.
ښاغلي  محسن وویل، چې هر بزګر ته ۵۰ کیلو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو یوریا او ۵۰ کیلو توره سره د ډېر حاصل ترلاسه کولو او خوړو خوندیتوب په موخه ورکړل شوه.
هغه زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د ۸ ولسوالیو ۴ زره او ۷۰۰ نورو بزګرانو ته هم د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ورکړل شي.
دغه راز د اکشن ايډ مؤسسې مسؤل انجنیر عبدالسلام هلالي، چې وویل یادو بزګرانو ته د غنمو کرلو، کرنیزو عملیو، سرې استعمال، اوبولګولو، هرزه وښو کنټرول، ناروغیو مخنیوي او نورو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د کندز دوو ولسوالیو کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د امام‌صاحب او چهاردرې ولسوالیو ۶۶ تنو کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د آغاخان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۱:۲
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د نیمروز په ولایت کې له زېرمه شویو غنمو څخه لیدنه وکړه 

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د مل پلاوي په مشرۍ نیمروز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۱:۱
Background image

د کرنې وزارت د سټراټیژیکو زېرمو رییس د نیمروز دکرنې رییس او اړوندو چارواکو سره وکتل

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی نیمروز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ددې ولایت د کرنې ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
یاد. . .

بازگشت