ننګرهار کې نږدې ۴۷ زره څارویو ته د واکسینونو پلي کولو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۱:۱۳
ننګرهار کې نږدې ۴۷ زره څارویو ته د واکسینونو پلي کولو چارې پیل شوې

۷ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې ددې ولایت په لسو ولسوالیو دره نور، حصارک،  شېرزاد، خوږیانو،  سرخ رود،  رودات، کوزکونړ، کامه، بهسود او چپرهار کې وړو شخوند وهونکو څارویو ته د لیونتوب او انترکس  واکسینونونو د تطبیق لړۍ پیل شوې ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د هالینډ کمیټې له لورې ۴۶ زره او ۷۵۰ ډوزه واکسینونه پر وړو شخوند وهوونکو څارویو پلي کېږي.
د ننګرهار دکرنې رییس دغه راز وویل، چې د هالینډ کمېټې له لورې په لسو ولسوالیو کې وترنرانو ته ډرینچر،  واکسناتور او چپني هم وېشل شوي دي. 
دغه راز یادو واکسینونه په وړو څارویو کې د ناروغیو مخنیوی او د څارویو لرونکو اقتصادي ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.
وړاندې تردې هم د هالینډ کمیټې له لورې دننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې زرګونه څارویو ته د  لېونتوب او طبق واکسینونه تطبیق کړي؛ او په راتلوونکي کې به هم یاد واکسینونه پلي شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت