ننګرهار کې د ګنیو پروسس کوونکو او بزګرانو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۰ - ۹:۴۳
ننګرهار کې د ګنیو پروسس کوونکو او بزګرانو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول


۲۰ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروګرام«SNaPP2» په همکارۍ په ننګرهار کې د ګنیو تولیدونکو او پروسس کوونکو ترمنځ د پېر-پلورهوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه ددې ولایت د ۲۰۰ بزګرانو د ګنیو محصولاتو د بازار موندنې په موخه د ګنیو تولیدوونکو او د ګنیو پروسس کوونکو ترمنځ لاسلیک شوي دي. ددې هوکړه لیکونو ټولیز ارزښت ۱۲ میلیونه افغانۍ ده.
مارکېټ سره د بزګرانو نښلول، د ګنیو لوړ تولید، د بزکرانو په اقتصادي حالت کې مثبت بدلون او د بزګرانو د محصولاتو لپاره مارکېټ پیدا کول ددې هوکړه لیکونو موخې کڼل کیږي.
ددې هوکړه لیکونو پر بنسټ پروسس کوونکی به د بزګرانو محصولات په لوړه بیه پېري، د ترانسپورت آسانتیاوې ورته براروی، اصلاح شوی تخمونه به چمتو کوي، د وړتیالوړونې په پار بزګرانو ته عملي او نظري روزنیزې برنامې په لاره اچوي او د امکان په صورت کې به بزګرانو ته وړې پورنه هم ورکوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت