ننګرهار کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۲:۴۲
ننګرهار کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


۶ لیندۍ ۱۳۹۹
دکرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیرت د پروژې په اډانه کې د ننګرهار ولایت په مرکز او ۱۴ ولسوالیو کې د ۱۴۴میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۷۸ پروژې چارې څو میاشتې وړاندې پیل کړې وې، چې اوس یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. ددغو پروژو لس سلنه لګښت برخمن شوي بزګران او ۹۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکړل شوې ده، چې په کې د کچالو ۱۲ او د پیازو ۳۶۶ صفر انرژۍ زېرمتونونه شامل دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې د یادو زېرمتونونو ټولیز وړتیا پنځه تر اته زره مټریک ټنه ده، چې په جوړېدو سره یې ددې ولایت بزګران کولای شي، چې دکال تر اته زره مټریک ټنه پیاز او کچالو زېرمه او په مناسب وقت او مناسبه بیه یې بازار ته وړاندې کړي.
د دغو پروژو په پلي کېدو سره به ددې ولایت د کروندګرو او بڼوالو د حاصلاتو د خرابېدو، خوسا کېدو او د ټیتې بیې د پلور مخه ونیول شي، تر څو له یوې خوا د کروندګرو حاصلات وساتل شي او لې بلې خوا د بازار مدیرت هم وشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱
Background image

د کرنې وزیر دټاپي پروژې له رییس سره وکتل

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره وکتل او په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد کې شنې خونې جوړېږي

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په دایمیرداد ولسوالی کې دافغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۱۱
Background image

د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دایره شوه

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ناستو په تالار کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټور د ۱۴۰۴ هــ.ل کال ۱۱مه سکټوري ناسته د یاد. . .

بازگشت