ننګرهار کې د کب روزنې د پراختیا په پار هڅې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۹ - ۱۵:۲۴
ننګرهار کې د کب روزنې د پراختیا په پار هڅې


۱۹ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۲ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
ننګرهار کې د کب روزنې چارې او فارمونه  د ودې په حال کې دي او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج او دودولو په پار د کب روزنې د ګڼ شمېر فارمونو د جوړولو ترڅنګ ددې ولایت له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکي او مالي مرستې او همکارۍ کوي. 
په دې ولايت کې د کب روزنې د صنعت د پراختيا په پار د ننګرهارکانال ریاست د مالدارۍ امریت د ثمرخېلو په سيمه کې د کبانو ۳۶  حوضونه جوړکړي دي. 
د چارواکو په وینا په نږدې راتلونکې کې به د غوښينو کبانو د پلور له درکه ورته شاوخوا  اوه سوه زره افغانۍ عواید ترلاسه شي.   
د ننګرهار کانال په دې جوړو ۳۶ حوضونو کې ۵ ډوله کبان روزل کېږي. 
 د کبانو صنعت ته د ودې او پراختیا په پار ننګرهارکانال ریاست په دويم، څلورم او هډې فارمونو کې ۷۶ جریبه ځمکه خصوصي شرکتونو ته په اجاره ورکړي چې، دغو شرکتونو پرې د کبانو حوضونه جوړ کړي، او په پراخه پیمانه ترې کبان بازار ته وړاندې کوي.
 خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په دې ولایت کې د کبانو نور فارمونه هم جوړ شي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر څه باندې دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې  زرګونه ټنه کبان تولیدېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت