ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۱:۱
ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۳ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې د ننګرهار دکرنې رییس او تخنیکي پلاوي مشر مولوي عبدالستار محمد سربېره، د جلال آباد ښاروال، د ننګرهار مستوفي، ښارجوړونې رییس، قبایلو او سرحداتو رییس، حج او قافو رییس، د ښاروالۍ مرستیال، امارتی قضایاوو امر او د کدستر مسول ګډون درلود.
په دې غونډه کې د حاجي عبدالقدیر ښارګوټي، کامې خاص ځمکې، شهیدانو مېنې ښارګوټي او روداتو ولسوالی د پولیسو ښارګوټې په ګډون د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوی پریکړه وکړه، چې دحاجي عبدالقدیر ښارګوټې دراپور نیمګړتیاوې په نښه او وروستۍ اجراتو په موخه مرکزي کمیسیون ته واستول شي، د کامې خاص د ځمکې په تړاو د سیمې پاتې خلکو ته هم استعلامونه ورکړل شي او دشهیدانو مېنې او پولیسو ښارګوټې له نږدې ولیدل شي، سکیج، کروکي او نور هر اړخیز معلومات وغوښتل شي او په راتلونکي غونډه کې پرې پرېکړه ونیول شي .
په ورته وخت کې د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پر ډېرې برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دمینځه تللو مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت