ننګرهار کې د نږدې ۷.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د پروسس توکي وېشل شوي دي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳ - ۱۳:۴۲
ننګرهار کې د نږدې ۷.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د پروسس توکي وېشل شوي دي

۳ مرغومی ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا (CBARD) پروژې په همکارۍ ددې ولایت د «کوټ، اچین، چپرهار، رودات، خوګیاڼیو او شیرزاد» ولسوالیو پر ۱۳۲ لویو شنوخونو لرونکو د خوراکي توکو د پروسس توکي وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې سرپرست رییس ډاکټر ضمیر بهسودي وويل، چې دغه وېشل شوي توکي د شنوخونو لرونکو او د یادو ولسوالیو اوسیدونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کوي او د خوړو د پروسس په برخه کې له دوی سره مرسته کوي.
د ښاغلي بهسودي په خبره د مرسته شویو توکو د یوې بستې لګښت نږدې ۵۰ زره افغانۍ ده، چې ۳۹ توکي په کې شامل دي.
له یادو مرستو څخه برخمن شوي کولای شي، چې د پروسس شویو توکو یوه برخه په خپلو کورونو کې مصرف کړي او ډېره برخه یې په سیمه ییزو بازارونو کې وپلوري.
د دغو توکو له وېش څخه موخه د کرنیزو محصولاتو پروسس، دخوړو خوندیتوب تامینول او خلکو لپاره کارموندنه ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت