ننګرهار کې د غنمو پر ۴۱ ډولونو څېړنې کیږي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۱۴:۰
ننګرهار کې د غنمو پر ۴۱ ډولونو څېړنې کیږي

۲۴ مرغومي ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ریاست د مسلکي او فني کارکوونکو له خوا د شیشم باغ په څېړنیز فارم کې د غنمو پر ۴۱ ډولونو، چې په کې مورني، هستوي او تجربوي تخمونه شامل دي څېړنې کیږي.

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې څېړنه کې د غنمو ۴۱ ډولونه (ورایټۍ) چې په کې د نباتاتو د اصلاح، اګرانومي او د ناروغیو د مطالعې سیټونه شامل دي تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددغو څېړنو پایلې د کرنې له کارپوهانو، متخصصینو او بزګرو سره شریکیږي، ترڅو په راتلونکي کې د غنمو د ښه او ډېر تولید په پار کوټلي ګامونه واخیستل شي. ددې ترڅنګ په دې څېړنیز فارم کې بزګرو، ځمکوالو، د کرنې پوهنځی او د کرنې د انسټیټوټ زده کړیالانو ته هم د کرکېلي په بېلابېلو برخو کې د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوې ده.

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د ودې په پار څېړنیز پروګرامونه پلي کړي. ددې ادارې د پلان پر بنسټ د شیشم باغ په څېړنیز فارم کې د حبوباتو، سبو او مېوو پر تخمونو او ددې ترڅنګ د بڼونو داصلاح، ترویج او تکثیر په پار بېلابېل څېړنیز پروګرامونه ترلاس لاندې نیول شوي دي، ترڅو د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه لوړ او د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۳
Background image

د افغانستان په زیان‌منونکو ټولنو کې د معیشت ښه‌والي او د مقاومت پیاوړتیا پروژه د درېیو نورو کلونو لپاره وغځول شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغان اېډ مؤسسې مسؤلین وایي، د «افغانستان په زیان‌منونکو ټولنو کې د معیشت ښه‌والي او د مقاومت پیاوړتیا» پروژه، چې تر دې وړاندې د هېواد په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۶
Background image

بادغیس کې د کفشک حشرې پر ضد پراخه مبارزه؛ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه پاکه شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د بوټې ژغورنې برخې مسلکي کارکوونکو د بزګرانو په همکارۍ د کفشک حشرې پر ضد مبارزه لا. . .

بازگشت