ننګرهار کې د دامنتل سربند او کانال د رغولو چارې پیل شوې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۵:۱۰
ننګرهار کې د دامنتل سربند او کانال د رغولو چارې پیل شوې

۶تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (DRC) مؤسسې په تخنیکي او د (UNDP) دفتر په مالي لګښت ددې ولایت د مهمندرې ولسوالی اړوند د دامنتل سربند او کانال د رغولو چارې رسماً پیل کړي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار دکرنې ریاست مرستیال قاري فضل الرحمن صادق، د (DRC) مؤسسې چارواکو، د ولسوالی سیمه ییزو چارواکو او یوشېر اوسیدونکو حضور درلود. 
د ننګرهار دکرې ریاست مرستیال قاري فضل الرحمن صادق په خپلو خبرو کې د پروژې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پروژې په تطبیق کې کیفیت ته پاملرنه وکړي او په  شفافه توګه په خپل وخت پروژه تطبیق او ګټې اخستني ته وسپاري، او همداراز ځایي اوسیدونکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د سیمو مسؤلینو سره د پروژې په پلي کولو کې پوره همکاري وکړي.
د چارواکو په خبره ددې پروژې ټولیز لګښت شپږ میلیونه افغانۍ ده، چې په ترڅ کې یې د ۹۰ متره اوږدوالې په اندازه یو سربند، د ۳۰۰ متره اوږدوالې په اندازه د اوبو کانال، د ۳۰ متره اوږدوالې په اندازه یو استنادي دېوال، یو پلچک او لس ورښونه په اساسي ډول رغول کېږي.
همداراز ددې پروژې په ترڅ کې  د ۱۳۰۰ متره اوږدوالې په اندازه کانال هم پاک کاري کېږي، چې د دې پروژې په تطبیق سره به په یاد کلي کې نږدې ۱۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت