ننګرهار کې د خرماوو بڼونو دودولو هڅې؛ په ۱۸۰ جریبه ځمکه کې د خرماوو لس زره نیالګي اېښودل کیږي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۶:۲۷
ننګرهار کې د خرماوو بڼونو دودولو هڅې؛ په ۱۸۰ جریبه ځمکه کې د خرماوو لس زره نیالګي اېښودل کیږي


۲ لیندۍ ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې په دې ولایت کې د خرماو بڼونه او حاصلات کال تر بلې زياتيږي او یاد ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د خرماوو معیاري بڼونه جوړ کړي.
ددې هلو ځلو په دوام داځل ددې ولایت په ۱۸۰ جریبه ځمکه کې د خرماوو لس زره نیالګي اېښودل کیږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې ننګرهار د ډېرو مېوو لپاره خورا ښه او مناسب اقلیم لری، چې د خرماو ونې هم په کې ښه وده کړي. ننګرهار کې د خرماوو لسګونه جريبه بڼونه جوړ شوي، چې ډېری يې ددې ولايت د ګوشتې او سرخ رود په ولسواليو کې دي.
  د ننګر هار د کرنې ریاست وايي، چې په دې ولایت کې د خرماوو ۳۵۱ جريبه بڼونه جوړيږي، چي ۱۸۰ جريبه يې د وادي کرنیز شرکت له لوري جوړیږي.   که په دې ولايت د خرماو بڼونو جوړولو ته د خلکو لېوالتيا او دکرنې رياست هلې ځلې همداسې روانې وي لرې نه ده، چې ياد ولايت د خرماوو د تولید په برخه کې پرځان بسيا شي.
خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي. په یوشمېر ولایتونو کې د کرنې وزارت له خوا په ازمایښتي ډول د خرما بڼونه جوړې شوي دي.
هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خرماووپالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
ننګرهار په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده د نارنج له ونو تر زیتونو هغو په کې ښه پایله ورکړې که د خرماوو تجربه هم وشي د دې سیمې اقتصادي مټ ورسره لا غښتلی کیدای شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت