لوګر کې په یوشمېر بڼوالو کیمیاوی سره ووېشل شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۱ - ۱۴:۲۱
لوګر کې په یوشمېر بڼوالو کیمیاوی سره ووېشل شوه


۳۱ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایاست د سولې بنسټ د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې پروګرام په مرسته ددې ولایت د مرکز په ګډون په محمداغې، څرخ او خروار ولسوالیو کی په۱۱۰تنو بڼوالو کیمیاو سرې وېشلي دي.
د دغو مرستو وېشلو په لړۍ کې د لوګر د کرنې رییس مولوی سید امین هاشمي او په لوګر ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې پروګرام ولایتي  مسؤول انجنیر محمد دین مومند هم ګډون کړی وو.
 د یادولو ده، چې په دغه مرسته کې، چې په ۱۱۰ تنو بڼوالو وېشل شوي ده ۱۲۱۷۵ کیلو ګرامه یوریا او ۶۰۸۷.۵ کیلو ګرامه ډي.اې.پي سره شامل وو.
د لوګر دکرنې رییس د سولې بنسټ د دفتر څخه د مننې ترڅنګ له بڼوالو وغوښتل، چې د نویو احداث شویو بڼونو روزنې ته ښه پاملرنه وکړي او توزیع شوي سرې په سمه توکه وکاروی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت