له پاکستانه یو ځل بیا د خوسا کچالو د لېږد مخه ونیول شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۳:۵۶
له پاکستانه یو ځل بیا د خوسا کچالو د لېږد مخه ونیول شوه

۲۹ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تورخم بندر د نباتي قرنطین مدیریت لخوا د ۳۵ مټریک ټنه بې‌کیفیته او خوسا شويو کچالو د واردېدو مخه ونیول شوه.
دغه خوسا شوي کچالو له پاکستانه افغانستان ته راوړل کېدل چې له پلټنې، معاینې او چیک وروسته بېرته پاکستان ته واستول شول.
د ننګرهار د کرنې رییس له ټولو واردوونکو او سوداګرو څخه وغوښتل، چې د باکیفیته او روغتیایي محصولاتو واردولو ته پاملرنه وکړي. هغه ټینګار وکړ، چې د هر ډول سرغړونې په صورت کې به د اسلامي امارت د نافذو اصولو له مخې قانوني چلند وشي، څو هېوادوال له احتمالي ناروغیو خوندي پاتې شي.
وړاندې تردې هم څو ځلي دننګرهار کرنې ریاست کارکوونکو له پاکستان هېواد څخه واردیدونکي خوسا او بي کیفیته محصولات یاد هېواد ته ورګرځولې.

یکبار دیگر  از انتقال کچالوی خراب از پاکستان جلوگیری شد
۲۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار می‌گویند که مدیریت قرنطین نباتی در بندر تورخم از واردات ۳۵ متریک تُن کچالوی بی‌کیفیت و خراب جلوگیری کرده است.
این کچالوهای خراب از پاکستان به افغانستان انتقال داده می‌شد که پس از بررسی، معاینه و چک دوباره به پاکستان بازگردانده شد.
رئیس زراعت ننگرهار از تمام واردکننده‌گان و تاجران خواست تا به واردات محصولات باکیفیت و صحی توجه کنند. او تأکید کرد که در صورت هرگونه تخطی، مطابق اصول نافذه امارت اسلامی برخورد قانونی صورت خواهد گرفت تا شهروندان کشور از بیماری‌های احتمالی در امان بمانند.
پیش از این نیز چندین بار کارمندان ریاست زراعت ننگرهار محصولات خراب و بی‌کیفیت وارداتی از پاکستان را دوباره به همان کشور بازگردانده بودند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۲۴
Background image

د کرنې وزیر: د کابل د فتحې په ورځ د امیرالمؤمنین عمومي عفوې د وینې تویېدو او غچ اخیستنې د دوام مخه ونیوله

٢٤ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د فاریاب ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو له لوري د کابل د فتحې د کلیزې په مناسبت، د زمري  ۲۴. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

بازگشت