لغمان کې د څه‌باندې ۷۲۵ زره افغانیو په ارزښت د سبزیجاتو او مېوو د پروسس وسایلو مرسته وشوه  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۳۱
لغمان کې د څه‌باندې ۷۲۵ زره افغانیو په ارزښت د سبزیجاتو او مېوو د پروسس وسایلو مرسته وشوه  

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د اکشن ایډ مؤسسې له خوا د مرکز مهترلام په ۱۴ ښځینه بزګر ګروپونو د سبزیجاتو او مېوو د پروسس ۱۱ ډوله مختلف وسایل ووېشل شول.  
په وېشل شویو وسایلو کې یو یخچال، دوه لس کیلویي ګاز ډبې، ۱۶ دانې المونیمي دیګونه، دوه د ګاز نغري، دوه د اوبو بیلرونه، ۱۰۰ دانې د اچارو بوتلونه، دوه برقي ترازو، ۱۲ دانې کاشوغې او دوه برقي جوسرونه شامل و. دا وسایل د یادو ګروپونو ښځینه بزګرانو د کورنیو نارینه غړو ته د لغمان کرنې رئیس الحاج مولوي عبدالستار (محمد) او د اکشن ایډ مؤسسې ولایتي مسؤلینو په لاسونو وسپارل شول.  
د مرستې د وېش پر مهال د کرنې رئیس له مرسته اخیستونکو وغوښتل، چې د وسایلو څخه په مؤثر ډول ګټه واخلي، په شوق او یووالي سره کار وکړي، ترڅو د هېواد په اقتصادي وده او ثبات کې ونډه واخلي.  
نوموړي د مؤسسې له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې د دې بزګرانو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او له نږدې ورسره کار وکړي. هغه زیاته کړه، چې په یادو ۱۴ ګروپونو کې ټولټال ۲۱۰ بزګران تنظیم شوي دي، چې په ګډه به له دې وسایلو څخه د تولید لپاره ګټه اخلي.  
د کرنې رئیس ټینګار وکړ، چې ګروپي کار د انفرادي کار په پرتله د بریا زیات چانس لري. هغه وویل: چې په ګروپي کار کې د ګټورو فکرونو زیاتوالی، فزیکي او مهارتي ځواک او لوړ مالي توان شتون د سوداګرۍ او کاروبار د ودې لپاره ډېر اړین دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په بېلا بېلو برخو کې پروژې پلي کېږي

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۸:۵۴
Background image

د کرنې وزارت کې د مخابراتي انتنونو د تثبیت غونډه ترسره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د مخابراتي انتنونو د تثبیت او تنظیم په موخه غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

بازگشت