فراه کې د غنمو  اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوی سرې وېش لړۍ څخه  څارنه تر سره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۴:۱
فراه کې د غنمو  اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوی سرې وېش لړۍ څخه  څارنه تر سره شوه

۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه د کرنې، ابولګولو او مالداری رییس مولوی شاه محمد حاجي سروري په لارښوونه د تخنیکي ټیم له خوا په دې ولایت کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ څخه څارنه تر سره شوه.
د دي څارني په ترڅ کې د غنمو هغه ورایټۍ موجود ول چې په دي ولایت کې ښه توافق لري او بوجیو ټګ نمبرونه و کتل شول او هر بوجی و تلل شول چی وزن پوره ۵۰ کیلوګرامه ول، د دي څارنې په پای کې له مراجعینو سره ښه چلند، او د لړم میاشتې تر ۱۵ پورې وېش لړۍ تکمیلولو سپارښتنه هم وشوه.
باید وویل شي، چې د فراه ولایت د مرکز ترڅنګ په ټولو ولسوالیو کې پر ۲۱ زره او ۹۹۲ بزګرانو د غنمو د اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
Background image

د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۱
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو. . .

بازگشت