فاریاب کې د قرآن کریم د حافظانو د پګړي تړلو په مراسمو کې د کرنې وزیر ګډون

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۴۶
اشتراک وزیر زراعت در مراسم دستاربندی حافظان قرآن کریم در فاریاب

۳۰ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالۍ کې د خالد بن ولید (رض) مدرسې د ۱۱ تنو د قرآن کریم حافظانو د فضیلت پګړي تړلو په مراسمو کې ګډون وکړ او د عصري علومو ترڅنګ یې د قرآن کریم  او د دیني علومو پر زده کړې ټینګار وکړ.
 د خالد بن ولید (رض) له دیني مدرسې څخه د قرآن کریم د یوولسو حافظانو د فراغت په مناسبت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري، مخورو او علماء کرامو، مشرانو او د اندخوی د څلور ګونو ولسوالیو د ګڼ شمېر خلکو په ګډون ستره او شانداره مراسم ترسره شول. 
په دې مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر؛ شیخانو او دیني عالمانو د طالب العلمانو فراغت د خلکو د دیندارۍ نښه وبلله او په اسلامي ټولنه کې یې د علماوو او دیني مدارسو په رول خبرې وکړې او ویې ویل، چې کورنۍ باید خپل ماشومان د عصري علومو تر څنګ د قران کریم او اسلامي علومو له زده کړو سره اشنا کړي او د ښوونځیو او مدرسو له لارې یې په زده کړو کې پاتې رانشي.
په دې مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د دین په ساتنه او د الهي پیغام په رسولو کې د علماوو او حافظانو رول ته په اشارې سره زیاته کړه:«د دیني عالم تر ټولو لویه دنده د طالب العلمانو د روزنې ترڅنګ دا ده، چې وخت وپېژني او له عصري علومو او ټکنالوژۍ سره اشنا شي، چې په دې توګه باید د اسلام د دښمنانو د فکري جګړې پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي».
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د فارياب ولايت په اندخوى ولسوالۍ کې د يوه دارالحفاظ او دارالعلوم ودانۍ، چې دکرنې زویر له خوا جوړه شوې وه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.


اشتراک وزیر زراعت در مراسم دستاربندی حافظان قرآن کریم در فاریاب
۳۰ حمل ۱۴۰۳ ه‍.ش
مولوی عطاءالله عمری  وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم لف دستار یازده تن از حافظان قرآن مجید از مدرسه خالد بن ولید در ولسوالی اندخوی ولایت فاریاب اشتراک نمود  و روی تعلیم قرآن و فراگیری علوم دینی در کنار علوم عصری تاکید کرد.
 به مناسبت فراغت یازده تن از حافظان قرآنکریم از مدرسۀ دینی خالد بن ولید (رض) مراسم بزرگ راه اندازی شد که در آن مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، شیوخ و علمای کرام، محاسن سفیدان و جمع کثیری از اقشار مختلف ولسوالی‌های چهارگانه اندخوی اشتراک نموده بودند.
در این مراسم وزیر زراعت، آبیاری و مالداری؛ شیوخ و عالمان دین فراغت طالب العلمان را نشانه‌ای از دینداری مردم خوانده و در مورد  نقش علما و مدارس دینی در جامعه اسلامی صحبت نموده گفتند که، خانواده ها باید فرزندان شان را با زیور علوم قرآنی و اسلامی در کنار علوم عصری آشنا ساخته و در آموزش آن از طریق مدارس و مکاتب کوتاهی نکنند. وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این مراسم با اشاره به نقش علما و حفاظ کرام در قسمت  حراست از دین و رساندن پیام الهی افزود:« بزرگترین وظیفه یک عالم دین در کنار تربیت طالب العلمان، شناخت زمان و آشنایی با علوم عصری و تکنالوژی است که باید از این طریق در برابر جنگ فکری دشمنان اسلام متحدانه مبارزه نمایند».
این در حالی است که چندی قبل یک تعمیر دارالحفاظ و دارالعلوم که از سوی  وزیر زراعت در ولسوالی اندخوی ولایت فاریاب ساخته شده بود نیز به بهره‌برداری سپرده شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت