غزني کې د زردالو حاصلات ډېر شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۹:۵۱
غزني کې د زردالو حاصلات ډېر شوي

د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د زردالو حاصلات د تېر کال په پرتله د مناسبو شرایطو له امله لوړ شوي دي.
د غزني د کرنې ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې شاوخوا ۹۱۴۰ جریبه د زردالو بڼونه شتون لري، چې له دې ډلې یې شاوخوا ۱۱ زره او ۳۲۰ ټنه د زردالو حاصلات ترلاسه شوي دي.
غزني یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې هوا یې د زردالو دبڼونو جوړولو لپاره مناسبه ده او په دې وروستیو کې د زردالو نیالګیو کېنولو او د زردالو د بڼونو جوړولو ته د بڼوالو لېوالتیا ډېره شوې ده.
د غزني د کرنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې له بڼوالو سره د تخنیکي مشورو، له آفتونو او ناروغیو سره د مبارزې په برخو کې د دغه ریاست د همکاریو د دوام ډاډ ورکوي.

افزایش حاصلات زردآلو در ولایت غزنی
 مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی می‌گویند که امسال حاصلات زردآلو در این ولایت  نظر به سال قبل به دلیل مساعد بودن وضعیت افزایش یافته است.
به گفته مسوولان ریاست زراعت غزنی در سال جاری حدود ۹ هزارو۱۴۰ جریب زمین در این ولایت باغ زردآلو وجود دارد که از آن  حدود ۱۱ هزارو۳۲۰ زردآلو  برداشت می‌شود.
ولایت غزنی از ولایت‌های است که  اقلیم آن برای احداث باغ‌های زردآلو مساعد بوده و در این اواخر علاقمندی باغدارن به غرض نهال زردآلو و ایجاد باغ های زردآلو بیشتر شده است.
مسوولان ریاست زراعت غزنی از ادامه همکاری این ریاست در بخش‌های اراییه مشوره های فنی، مبارزه با آفات و امراض  با باغداران در این ولایت اطمینان می دهند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت