سبو کرکېلي ته د هلمندي کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۶ - ۱۲:۲۹
سبو کرکېلي ته د هلمندي کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې

۶ وری ۱۳۹۹
دهلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د سبو کروندې ډېرې شوي او سبو کرکېلي ته د هلمند د بزګرانو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د هلمند ولایت کروندګر په ټولو موسمونو کې د سبو، حبوباتو او نور ډول ډول نباتاتو کرکېله کوي، چې د خپلو کورنیو د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یو شمېر ولایتونو ته یې هم صادروي.
هغه وویل، چې هلمند کې د سبو کرکېله ورځ تر بلې ډېریږي، چې ددې ولایت د اړتیا تر څنګ نورو ګاونډویو ولایتونو ته هم صادریږي. ښاغلي الکو وویل، چې سږکال په هلمند کې نږدې ۶۲۰ هکټاره ځمکه کې مارکو کدو کرل شوي، چې هر هکټار یې د ۱۴ مټریک ټنو په تولید سره به نږدې ۸۶۸۰ ټنه حاصلات ورڅخه په لاس راشي. د هغه په خبره اوسمهال، چې په هلمند کې د مارو کدو د حاصل وخت دی له دې ولایت څخه هره ورځ له ۳۰ تر ۵۰ مټریک ټنه مارو کدو ګاونډیو ولایتونو ته صادریږي.
ښاغلي الکو وويل، د هلمند د کرنې ریاست په دې ولایت کې تل د بزګرانو په چوپړ کې ده او ددې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په هره برخه کې د هلمندي بزګرانو ملاتړ کوي او د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او د ناروغیو او افتونو د مخنیوي په پار د درملو په وېشلو سره یې هڅه داده، چې ددې ولایت کرنیز توکي ډېر او کرنه پرمختګ وکړي تر څو کرنیز تولیدات ډېر او یاد ولایت د کرنیزو توکو له پلوه پرځان بسیا شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت