زابل کې ۲۵ ښځینه بزګرانې وروزل شوې

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۰ - ۱۴:۳۱
زابل کې ۲۵ ښځینه بزګرانې وروزل شوې


۱۰ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، په زابل ولایت کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې ۲۵ ښځینه کارکوونکې او بزګرې مېرمنې د مېوو او سبو د پروسس په برخه کې وروزلې.
دغه روزنیزه برنامه، چې د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې په لاره اچول شوې وه، ګډونوالو مېرمنو ته په کې په عملي او نظري توګه د سبو او مېوو د پروسس لارې چارې، د کورنیو باغچو د ګټو او د ژمي په ساړه هوا کې د سابو د روزنې او راټولونې لارې چارې وښودل شوې.
د زابل د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې له دغو برنامو څخه یې موخه د سبو د کرکېلي او تولید په پرخه کې د مېرمنو وړتیا لوړول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۵۳
Background image

د خوست دوو ولسوالیو کې پر ١٠٠ بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

١٤ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اوآرډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دعلېشیرو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۴۷
Background image

د ننګرهار کوز کنړ کې ۱۲۰ راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته د چرګانو خوراکه ووېشل شوه

١٤ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې په همکارۍ، د کوز کنړ ولسوالی ۱۲۰ راستنېدونکو هېوادوالو، معیوبینو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۷
Background image

د کورنیو عایداتو او خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه؛  بلخکې ۷۶ اړمنو کورنیو ته د هګۍ لرونکو چرګانو وېش

١٤ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
 د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ په کچه د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، ۷۶ اړمنو کورنیو ته د. . .

بازگشت