زابل کې پر ۶۶ مالدارانو د مالدارۍ اړوند توکي ووېشل شول

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۲ - ۱۴:۱۷
 زابل کې پر ۶۶ مالدارانو د مالدارۍ اړوند توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۳۹۸
د زابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د مرکز کلات او د شاجوی او شهرصفا ولسوالیو هغو ۶۶ مالدارانو ته چې د مالدارۍ په سیمه ییزو ښوونځیو «FFS» کې یې د مالدارۍ په بېلابېلو برخو لکه د څارویو واکسین او تغذیه، د ساري او غیر ساري ناروغیو کنټرول اومخنیوی، حفظ الصحې او د داخلي پرازیتونو د کنټرول په برخه کې یې زده کړې کړې وې د مالدارۍ اړوند توکي ورکړل شول.
د مالدارۍ اړوند دغه توکي، چې په کې د څارویو ساتنې او پالنې د نورو اړونده توکو ترڅنګ د داخلي او خارجي پرازیتون د مخنیوي او د څارویو د تقویې او بېړنیو مرستو لپاره د درملو کېټونه هم شامل دي د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» په همکارۍ چمتو او په زابل ولایت کې د مالدارۍ د پرمختیا په موخه پر دغو مالدارانو وېشل شوي دي.
د زابل د کرنې ریاست زیاتوي، چې له دغو توکو څخه برخمن شوي مالدارن د ورکړل شویو توکو د موثر استعمال او کارونې په موخه ددې ریاست د مسلکي ټیم له خوا روزل شوي هم دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت