زابل کې زر بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړیږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۲۰:۱۸
زابل کې زر بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړیږي
 
۱۹ چنګاښ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د زابل ولایت په مرکز کلات او ددې ولایت په شاجوی، شینکی او شهر صفا ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړوي.
د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي: «د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په مرسته د زابل ولایت په مرکز کلات او ددې ولایت په شاجوی، شینکی او شهر صفا ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړیږي.»
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغو ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل کیږي.
د زابل د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.
د زابل د کرنې ریاست وایي، چې له دې برنامې څخه برخمن شوي کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي.
دغه پروژه د بېوزلو کورنیو د خوړو خوندیتوب، اقتصادي ودې او ملاتړ په موخه پلي کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۴۴
Background image

ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډاکار» خیریه مؤسسې په تخنیکي او «ډانېډا» په مالي لګښت د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس،. . .

بازگشت