راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې په پارهڅې؛ ۷۳۰ کورنیو سره مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۴:۱۸
راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې په پارهڅې؛ ۷۳۰ کورنیو سره مرسته وشوه

۱۷ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د کمېسیون غړی، دکرنې وزارت د عشر او زکاتو لوی رییس مولوی شمس الله محمد په ملتیا د ننګرهار ولایت د کرنې اړوندو ادارو کارکوونکو سره د تورخم بندر ته تللي او هلته یې کډوالو لپاره د موقتې سرپناه، د څښاک اوبه، خوراکي توکو، تشنابونو او نوورو اسانتیاوو پر برابرولو بوخت دي.
دکرنې وزارت مالي او داري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي وویل، چې دوی له څو ورځو را په دې خوا د تورخم په بندر کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د خیموو پر لګولو، د پاکو اوبو برابرولو، پرخیمو د شمېر لګولو، تشنابونو جوړولو او په خیمو کې د کسانو پر ځای پرځآیولو بوخت دي.
ښاغلی فضلي وویل، چې ددغو هلو ځلو په دوام د سپین غر د چرګانو روزنې ټولنې په همکارۍ ۷۳۰ بېرته ستنېدونکو هېوادوالو سره د بړستنو مرسته وشوه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي دغه راز وویل، چې د ننګرهار دکرنې رییس او د عشر او زکات لوی رییس په ګډون ډیرو همکارانو د خیمو په درولو کې مرسته وکړه او نن یې هم ۲۰۰ خیمي ولګولې. 
په همدې حال کې ددې ټولني مسولینو ژمنه وکړه چې ۵۰۰۰ نورو راستانه شویو هېوادوالو سره دژمې په دې ساړه موسم او سختو شرایطو کې د بړستنو همکاري کوي.
همدارنګه د هدیه خیریه بنسټ له لورې د ۲۰ تشنابونو څخه د ۶ تشنابونو جوړولو چارې هم پیل شوی دی.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۴
Background image

د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو پروژې چارې پیل شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» په مالي ملاتړ او د نوروزي څېړنیز فارم د مسؤلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د هلمند د کرنې رییس سنګین ولسوالی ته د سفر پر مهال د کرنیزو چارو ارزونه وکړه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  ولسوالیو ته د خپلو رسمي سفرونو په لړ کې سنګین ولسوالی ته سفر ترسره کړ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

بازگشت