د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د کارونې د کړن لارې بشپړول 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۵:۱۴
د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د کارونې د کړن لارې بشپړول 

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ د کرنې په وزارت کې له کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د استفادې د کړن لارې وروستي کولو په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو، د استخباراتو لوی ریاست او ښاروالۍ، د کرنې او مالدارۍ استازو او حقوق پوهانو حضور درلود.
په دې غونډه کې جوړه شوې کړن لاره د غونډې کډونوالو ته وړاندې شوه او د تدوین شوې کړن لارې په اړه د ګډونوالو تر نظروغوښتنې وروسته د هغې د لا ښه والي لپاره لازم نظریات وړاندې شول.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دې کړن لارې د ځینو مادو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د وروستي کولو په موخه تایید شو ترڅو د افغانستان اسلامي امارت رهبري ته وړاندې شي.

نهایی سازی طرزالعمل استفاده از محصولات داخلی زراعتی و مالداری 
۲۰ قوس ۱۴۰۲ ه‍.ش
 جلسه‌ای به منظور نهایی سازی طرزالعمل استفاده از محصولات داخلی زراعتی و مالداری در وزارت زراعت به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت برگزار شد.
در این نشست نماینده‌گانی از وزارت‌های امور داخله، دفاع، ریاست عمومی استخبارات، شاروالی، کارشنان تقنین و متخصصین زراعت و مالداری حضور داشتن.
 در این جلسه طرزالعمل ترتیب شده به  حضور اشتراک  کنندگان اراییه و پس از نظرخواهی پیرامون طرزالعمل  تدوین شده نظریات لازم جهت بهبود آن ارایه شد.
 معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در بعضی ماده‌های آن نظریاتش را شریک ساخت و غرض نهایی سازی مورد تائید قرار گرفت تا به رهبری امارت اسلامی افغانستان تقدیم گردد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د اسفندې صنعتي پارک سیمه، چې شاوخوا (۱۱۰۰٫۳۳) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ د صنعتي پارک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

بازگشت