د کندهار کرنې ریاست کوهکران څېړنیز فارم کې پر یوشمېر بوټو څېړنې روانې دي
۲۹ وری ۱۴۰۳ه.ش
۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاراکي وایي، چې ددې ریاست اړوند د کوهکارن څېړنیز فارم کې پر یوشمېر بوټو او نیالګیو څېړنې روانې دي.
د چارواکو په خبره په دې څېړنیز فارم کې دغنمو پر بېلابېلو ډولونو، د انګورو، انارو او یوشمېر نورو مېوه لرونکو ونو او دغه راز د سبو پر بېلابېلو ډولونو څېړنې او تجربې کېږي.
د یادو تجاربو موخه د کندهار بزګرانو لپاره د غوره او پر حاصله ډولونو پیداکول او بزګرانو ته د ترویج له لارې معرفي کول دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه څېړنیز فارمونه جوړ کړي دي، ترڅو د هرې سیمې خاورې، اوبه او هوا سره سم کرنیز تخمونه او نیالګي تولید او د بزګرانو په واک کې ورکړي، ترڅو د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو په زیاتېدو سره د دوی د عوایدو کچې لوړولو ته زمینه برابره او هېواد د کرنیزو محصولاتو په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.