د کندهار کرنې ریاست: د چکډېمونو رغول د اوبو مدیریت او د بزګرانو د ستونزو د حل په‌پار مهم ګام دی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۴۰
د کندهار کرنې ریاست: د چکډېمونو رغول د اوبو مدیریت او د بزګرانو د ستونزو د حل په‌پار مهم ګام دی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د کندهار ولایت د میانشین ولسوالی د میانه کلي په سیمه کې د اوبوزېرمه کولو د یوه چکډېم د بیارغونې او پارچاوې لوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په وینا، د دغې پروژې ټولیز لګښت شاوخوا ۷۰۰ زره افغانۍ دی، چې موخه یې د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لوړول، د باراني اوبو مهارول او د سیمې د بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو ته رسېدنه ده.
د کندهار دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وویل، یاد چکډېم مخکې هم جوړ شوی و، خو د زیاتو اوبو د زېرمه کولو او د ظرفیت د لوړولو لپاره یې د پارچاوې لوړولو چارې په معیاري او لوړ کیفیت د شپږو اونیو په موده کې ترسره شوې دي.
د نوموړي په خبره، دغه چکډېم د شاوخوا ۱۵ زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې د سیمې د اوبو سرچینو په پیاوړتیا او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې په لوړولو کې به مهم رول ولوبوي.
د یادې پروژې له مهمو موخو څخه د باراني اوبو راټولول او مهارول، د سیلابونو مخنیوی، د کاریزونو او طبیعي اوبو سرچینو پیاوړي کول او د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو د لاسرسي ښه کول یاد شوي دي.
بلخوا، د سیمې اوسېدونکو د دغې پروژې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د اوبو زېرمه کولو دا ډول پروژې د وچکالۍ د اغېزو په کمولو او د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره اغېزمنې دي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالی د ترغان په سیمه کې د اوبو زېرمه کولو د یوه ستر چکډېم د پارچاوې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت